پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خوست او بغلان ولایتونو له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خوست او بغلان ولایتونو له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم حضور درلود، د خوست او بغلان ولایتونو له یوشمېر قومی مشرانو او مخورو سره ولیدل.
په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو او مخورو وویل،په افغانستان کې نور دامارت پرضد د جګړې لپاره دلیل نشته او په همدې موخه به افغانان هیچاته د جګړې کولو اجازه ورنه کړي.
دوی له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه، چې د اسلامی نظام ملاتړ او ساتنه د ولسونو دنده ده او د دې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
یادو قومي مشرانو، د اسلامي امارت لخوا په ولسونو د شفقت او ولس ته په خدمت کولو ټینګار وکړ.
هغوی په خوست او بغلان ولایتونو کې د ماسټر پلان مطابق د یادو ولایتونو د ښاري پراختیا، د سړکونو او بندونو جوړولو، او په ښوونیزو مرکزونو کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنې وکړې او په یادو برخو کې یې یو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وویل: لکه څرنګه چې اسلامي امارت متوازن بهرنی سیاست غوره کړی، همداسې یې متوازن اقتصادي او پراختیایي انکشاف هم رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه، افغان ولس نور د کړیدلو او ځورولو توان نه لري او خبرې د ستونزو د حل بهترینه لاره ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل اسلامي امارت د افغانستان ټول قومونه او قشرونه په شل کلن جهاد کې شریک بولي، اسلامي امارت له دوی څخه راټوکېدلی او دا نظام زموږ او ستاسې په ګډو قربانیو راغلی دی او اوس به یې په ګډه ستونزې حلوو.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت پالیسي په هېوادوالو ظلم او له دوی سره زور زیاتی نه، بلکې اسلامي امارت د دوی د خدمت او د ملت د ستونزو د حل په موخه راغلی دی.
هغه وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو او نړیوالو سره نیکې اړیکې غواړي، خو له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه نشي تېریدای.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ولسونو د غوښتنو او ستونزو په اړه به اړوندو ادارو ته لازم هدایات وکړي.

Previous Post

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین سره په کتنه کې د دارالمعلمینونو د استادانو او کارمندانو د ستونزو پر حل د ریاست الوزرا اداري مرستیال ټینګار

Next Post

د پلاني او غیرپلاني ساحو د ارزونې او د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق په موخه له غیرپلاني ساحو څخه د استفادې د څرنګوالي غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

Next Post
د پلاني او غیرپلاني ساحو د ارزونې او د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق په موخه له غیرپلاني ساحو څخه د استفادې د څرنګوالي غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

د پلاني او غیرپلاني ساحو د ارزونې او د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق په موخه له غیرپلاني ساحو څخه د استفادې د څرنګوالي غون‌‌‌‌‌‌ډه جوړه شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.