پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کابل محترم والي شيخ محمد قاسم خالد سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کابل محترم والي شيخ محمد قاسم خالد سره وکتل
0
SHARES
2
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل محترم والي شيخ محمد قاسم خالد سره وکتل.

په پيل کې، محترم شيخ محمد قاسم خالد د خپلو فعاليتونو او د کابل ولايت د ملکي او نظامي ارګانونو د کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.

د کابل والي زياته کړه، د بېساره هڅو په پايله کې امنيتي ځواکونه توانېدلي د پلازمېنې اوسېدونکو ته امنيت او ارامي رامنځته او د کابل ولايت ښار او ولسواليو کې بشپړ امنيت تامين کړي.

محترم شيخ محمد قاسم خالد همداراز وويل، د محرم مراسم د دې مياشتې په لومړۍ او دويمه ورځ د کابل ښار په جوماتونو او تکيه خانو کې د اهل تشيع وروڼو له لوري په بشپړه ارامۍ کې ترسره شوي او امنيتي ځواکونه تياری لري چې په پاتې ورځو کې هم د محرم مراسمو امنيت د شته امکاناتو په چوکاټ کې په تر ټولو غوره ډول تامين کړي.

په مقابل کې، د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل محترم والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کابل ولايت خلکو ته په غوره ډول د خدمتونو رسولو لپاره د نوموړي فعاليتونه وستايل.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په کابل ښار او همداراز ولسوالیو کې شته امنيت بېساری وباله او په امنيتي ارګانونو کې يې د مجاهدينو قربانۍ وستايلې.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په بله برخه کې د محرم مراسمو د امنیت پر تامين ټينګار وکړ او زياته يې کړه، د اسلامي امارت مجاهدین به د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت تامين لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

Previous Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د خيرخواه الکترونيکي کمپلکس د موټرو تمځي او د نادر پښتون جادې د اساسي ترميم پرانېستې مراسمو کې ګډون وکړ

Next Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو مختلفو اقشارو سره وکتل

Next Post
د رياست الوزرا اداري مرستيال د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو مختلفو اقشارو سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو مختلفو اقشارو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.