پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره وکتل

دیدار معاون سیاسی ریاست الوزراء با نماینده خاص پاکستان برای افغانستان
0
SHARES
5
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.
په دې ناسته کې، چې په کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظامياني هم حضور درلود، د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو لا ډېرښت او قوت غواړي او باوري دی، چې پاکستان او افغانستان پخپلمنځي سوداګرۍ کې تر نورو ډېره ګټه کولی شي.
نوموړي زياته کړه، موږ له پاکستان څخه غواړو چې د سوداګرۍ پراختیا لپاره افغان سوداګرو ته وېزې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو دوه اړخيزه سوداګري نوره هم وغوړېږي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، زموږ ډېر شمېر هیوادوال پاکستان کې د مهاجرت شپې او ورځې تېروي او د دوی د کوربه توب له امله پاکستان څخه مننه کوو، خو ځينې وخت په دې اړه دردونکي خبرونه اورېدل کېږي او له پاکستان څخه مو غوښتنه دا ده چې له دوی سره ښه چلند وکړي. همداراز هغه افغان کډوال چې دا مهال د پاکستان زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، افغانستان د پاکستان په ګډون د هېڅ هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هيچاته به اجازه ور نه کړو چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو په ګډون د چا پر ضد وکاروي.
محترم مولوي عبدالکبیر زياته کړه، موږ د پاکستان امنیت د ځان په ګټه او په پاکستان کې ناامني د ځان په زیان بولو او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او ناامني نه غواړو، نو هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
په پای کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال وويل، موږ د داسې هیواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې مو لیدلي پاکستان ته مشوره ورکوو، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.
ور پسې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ښاغلي اصف درانی وویل، نړۍ باید د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې او په ځانګړې توګه د امنيت تامين او مخدره توکو لمنځه وړو په برخو کې ومني.
هغه وویل، موږ له افغانستان سره نیکې اړیکې لرو او د دې اړیکو د لا تقویې لپاره هڅې کوو.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشې کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو، په تورخم او سپین بولدک د تګ راتګ پر مهال د خنډونو لمنځه وړلو او نورو برخو کې به عاجل اقدامات وکړي.
نوموړي همداراز وويل، پاکستان به ډېر ژر د تورخم ـ جلال اباد سړک پاتې کارونه پيل کړي.

Previous Post

د محرم الحرام ورځو د امنیت دتامین لپاره جوړې شوې ځانګړې کمېټې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په مشرۍ ناسته وکړه

Next Post

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

Next Post
د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.