پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام نن رسماً پرانیستل شو

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام نن رسماً پرانیستل شو
0
SHARES
21
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع، د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاون، محترم مولوي احمد الله متقي او د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند، محترم بلال کریمي لخوا، د بېلابېلو ادارو او رسنیو د استازو په حضور کې پرانیستل شو.

په یاده غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس، محترم ډاکتر ملا عبدالواسع ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اسلامي امارت په هېواد کې د یوه مسئول نظام په توګه تل دا هڅې کړې ترڅو د حکومتولۍ په ټولو چارو کې شفافیت تامین کړي، هېوادوالو ته د اړتیا وړ خدمات وړاندې او د نظام له پالیسیو او د امارتي ادارو له کړنو، لاسته راوړنو او راتلونکي پلانونو څخه ګران هېوادوال خبر کړي.

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه: اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د خبریالانو او د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي. موږ په دې پوهیږو چې رسنۍ د ملت او د دولت ترمنځ د پله حیثیت لري او د رسنیو له لارې د ملت غږ تر دولته او همدارنګه د مسئولینو خبرې تر ولسه پورې رسوي چې دا کار د ملت او د دولت ترمنځ د تعامل او همکارۍ فضا لا پیاوړی کوي، په چارو کې شفافیت تامینیږي او د ښې حکومتولۍ سبب ګرځي. نو د هېواد د ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره دولت، ملت او رسنۍ ګډ مسئولیتونه لري چې باید په رېښتني توګه یې ترسره کړي.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس د ټولو امارتي ادارو له مسئولینو څخه وغوښتل ترڅو په پوره اخلاص سره په دې لړۍ کې برخه واخلي او د حقایقو پربنا معلومات دې وړاندې کړي او همدارنګه د رسنیو له استازو او خبریالانو څخه یې وغوښتل ترڅو د راپورونو په ترتيب کې خپله بې طرفي او مسلکیتوب حفظ کړي او د حقایقو پر اساس دې راپورونه ترتیب او نشر کړي تر څو حقایق تر خلکو ورسیږي او د ناسمو او ناموثقو معلوماتو د خپراوي مخه ونیول شي.

ورپسې، د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتيژيکو اړیکو معاون، محترم مولوي احمد الله متقي خبرې وکړې.

محترم مولوي احمد الله متقي وویل: ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام هر کال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره کیږي چې په دې پروګرام کې ټولې دولتي ادارې د تېر یوه کال د کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو او د رسنیو له لارې له ملت سره شریکوي.

محترم مولوي احمد الله متقي، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام ته په اشارې زیاته کړه: د اسلامي اصولو په چوکاټ کې موږ پوره هڅه کوو چې د خبریالانو او د بیان ازادۍ ملاتړ وکړو ترڅو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پیاوړي او غښتلي شي، د خلکو باور او اعتماد پر نظام زیات شي، حقایق ترخلکو ورسیږي، د ملت او د دولت ترمنځ د تعامل او همکارۍ فضا لا پیاوړي او اغیزمنه شي او د منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي.

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاون د ټولو امارتي ادارو له مسئولینو او مشرانو او همدارنګه د رسنیو له استازو او خبریالانو څخه مننه او قدرداني وکړه چې تېر کال یې په دغه پروګرام کې ونډه واخیسته او کلني راپورونه یې له ولس سره شریک کړل.

همدارنګه، د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند، محترم بلال کریمي په غونډه کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دا د شکر ځای دی چې یو مسئولیت پذیر نظام لرو او ملت ته د خپلو کړنو په اړه په داوطلب ډول حساب ورکوي؛ د حساب ورکولو په ترڅ کې شفافیت رامنځته کېږي او پر نظام د خلکو باور زیاتوي.

محترم بلال کریمي وویل: مونږ متعهد او مسئولیت منونکي مسئولین لرو چې د هېواد د اقتصادي او هر اړخیزه پرمختګ لپاره یې هڅې پیل کړي او په راتلونکي کې به د یو لوی تحول شاهدان یوو. محترم کریمي د رسنیو له مسئولینو او خبریالانو څخه مننه وکړه چې تېر کال یې په مسلکي توګه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام ته پوښښ ورکړ او د رسنیو له مسئولینو او خبریالانو څخه یې وغوښتل چې سږکال هم په مسلکي او بیطرفه ډول دغه پروګرام ته پوښښ ورکړي او د حکومت لاسته راوړنې تر ولس ورسوي.

Previous Post

په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان سرپرست سفیر سره ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

Next Post

په تېر یوه کال کې ۳۷۶ نوې غیر دولتي موسسې ثبت شوي دي

Next Post
په تېر یوه کال کې ۳۷۶ نوې غیر دولتي موسسې ثبت شوي دي

په تېر یوه کال کې ۳۷۶ نوې غیر دولتي موسسې ثبت شوي دي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.