پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د کانونو او پترولېم وزارت: تېر کال ۱۰۸ کوچني کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي

د کانونو او پترولېم وزارت: تېر کال ۱۰۸ کوچني کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي
0
SHARES
16
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کانونو او پترولېم وزارت مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته دولت حساب ورکولو پروګرام به دویمه ورځ؛ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کانونو او پترولېم وزارت سرپرست، محترم شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور په دغه کنفرانس کې وویل: کانونه د افغانستان د ملت شتمني ده، د افغانستان اسلامي امارت د دې شتمنۍ د ساتلو او د ملت د هوساینې لپاره د دوامدارې او موثرې استفادې په خاطر په ډېر دقت کار کوي او د دې لپاره یې لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړي چې په تطبیق سره به یې دغه سکټور په ښه ډول تنظیم شي.

محترم شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې په کانونو سکټور کې شفافیت را منځته کړي او عواید یې د هېواد اقتصادي بیارغونې او ملي پروژو په تطبیق کې ولګوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، دغه وزارت هڅه کوي چې د کانونو سکتور په ښه او مسلکي ډول مدیریت او په دې سکتور کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جلبولو لپاره زمینه برابره کړي.

د کانونو او پترولېم وزارت مسئولین وایي، د هېواد په کچه د نویو کانونو د پېژندنې په موخه د دې وزارت سروې ټیمونو ۲۵ ولایتونو کې د بېلابېلو منرالونو ۴۹۳ کاني ظواهر او معدني ساحې سروې کړي دي. هغوي زیاتوي، چې تېر کال یې په کابل، غزنی، بغلان، ننګرهار، پروان، کنړ، بادغیس، خوست، لوګر، ميدان وردګ، فارياب، قندهار، پکتیا، هرات، ارزګان او هلمند ولایتونو کې ۱۰۸ کوچني کانونه چې مرمر، رخام، ګچ، تراورتین، فلورایت، مالګه، سرب او جست، کلسیت، نفرایټ او کرومایټ په کې شامل دي د ازادې داوطلبۍ له لارې داخلي پانګوالو ته ورکړل شوي چې له امله یې په مستقیم ډول ۷۱۵۴ کسانو او په غیر مستقیم ډول زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو د سرو زرو زرشویي د مسلکي کان کیندنې لپاره طرزالعمل ترتیب شوی، چې پر بنسټ یې تخار ولایت کې ۹۹ د  سرو زرو زرشویي ساحو سروې شوي چې له دې جملې ۷۳ ساحو ته حرفوي اجازه نامې صادر شوي. دغه راز بدخشان ولایت کې هم د  سرو زرو زرشویي ۵۰۰ ساحو سروې تر شوې ده.

د مسئولینو په خبره، دغه وزارت د معدني موادو د پروسس د تشویق لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او ۲۶ شرکتونو ته یې د پروسس جواز لیکونه ورکړي دي.

د کانونو وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د کندهار د شوراندام د سمنټو، د هرات د نایک ساحې د ډ‌برو سکرو، د کونړ ـ ننګرهار د مرمرو، د پروان د تراورتینو او د هرات د مس شیدا پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې په تطبیق سره به یې ۱۰۸۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د وزارت چارواکي وایي، چې اوسمهال په قشقري او انګوت سیمو کې د نفتو د استخراج چارې دوام لري، ۵ څاګانې په قشقري او ۴ څاګانې په انګوت سیمو کې فعالې دي. دغه راز له شبرغان څخه تر مزارشریف ښار پورې د ۹۴،۵ کیلومټره پایپ لاین پروژې عملي چاري پیل شوي دي.

د وزارت د کلني راپور پر بنسټ، د کانونو سکټور د قانوني چوکاټ اړوند سندونو طرح او تصویب، د نویو کانونو سروې او د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې هڅول، داوطلبۍ ته د نویو کوچنیو او لویو کانونو سپارل، د هیواد په داخل کې د پروسس تشویق، د روڼتیا او ځواب ویونکې حکومتولۍ په موخه د سیستمونو پراختیا، د کان کیندنې لویو اقتصادي پروژو اړوند هڅې جاري ساتل؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د دغه وزارت عمده پلانونه دي.

Previous Post

په تېر یوه کال کې ۳۷۶ نوې غیر دولتي موسسې ثبت شوي دي

Next Post

ټولګټو وزارت: د هېواد په کچه د ۷۸۱ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې جریان لري

Next Post
ټولګټو وزارت: د هېواد په کچه د ۷۸۱ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې جریان لري

ټولګټو وزارت: د هېواد په کچه د ۷۸۱ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې جریان لري

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.