پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

ټولګټو وزارت: د هېواد په کچه د ۷۸۱ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې جریان لري

ټولګټو وزارت: د هېواد په کچه د ۷۸۱ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې جریان لري
0
SHARES
12
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ټولګټو وزارت مسئولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته دولت حساب ورکولو پروګرام به دویمه ورځ؛ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په یاد مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: د تېر یوه کال پر مهال په بېلابېلو برخو کې د هېواد د مهمو لویو لارو د ۷۸۱ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوي دي.

محترم فاتح زیاته کړه، په تېر کال کې د ۴۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت، د هېواد په کچه ۱۲۵ ودانیزې، ساتنې او څارنې، اجناسو او خدمتونو پروژې تطبیق شوي، چې له امله یې ۱۰۰۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د وزارت د مسئولینو په وینا، تېر کال کې د کندهار- هرات پر لار د باغ پل ۱۵۳ متره پله د ترمیم او بیارغونې کار د ۴ سوه زره امریکایې ډالرو په ارزښت، بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، دغه راز د نیمروز ولایت په سرشیله سیمه کې د ۳۰۰ متره  اوسپنیز کانکریټي پل او د زابل ولایت اړوند د بسکي پل په اساسي ډول ترمیم او بیارغول شوي دي. همدارنګه د شیخ ابو نصر فراهي سړک د رغولو چارې په دوه برخو کې جریان لري.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د هېواد په ۵ زونونو کې لابراتوارونه فعال شوي، چې دا مهال؛ د قیر، سمنټو، خاورې، کانکریټ، جغل، ډبرو او نورو ودانیزو توکو ټېسټ پکې تر سره کېږي.

د ټولګټو وزارت په کلني راپور کې راغلي، چې د لوړ تناژ بار وړونکو موټرو د مخنیوي او د سړکونو د خوندیتوب لپاره، په ۲۱ ولایتونو کې ۴۱ تلې (ترازوګان) فعاله شوي دي.

دغه راز د د راپور د معلومات پر بنسټ، د کابل ـ کندهار لویې لارې، د سالنګونو لویې لارې،  د کندهار- ارزګان، ارزګان- دهرواود او خاک ریز ۱۷۰ کیلو متره سړک او د کندهار- هلمند دراهي سړک؛ د ترمیم او بیا رغونې چارو پیل په تېر یوه کال کې د وزارت له عمده فعالیتونو څخه دي.  

د وزارت د مسئولینو په خبره، د هېواد په کچه زیانمنونکو برخو کې په دوامداره توګه د ۱۲۵۴۸ کیلومتره سړک، ساتنه شوې، همدارنګه د ژمي موسم کې ۸۵۰۰ کیلومتره سړکونه له واورو پاک شوي چې ۶۵۰۰ کیلومتره د ولايتي رياستونو او ۲۰۰۰ کیلومتره د قراردادي شرکتونو لخوا پاک شوي.

همدارنګه مسئولین وایي، چې د تېر کال پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۲۷.۸ کیلومتره سړک سروې، ۲۰۹ کیلومتره سړک ډیزاین شوی دی. همدارنګه د ۶۳۶.۷ متره پلونو او د ۱۴۵۰ متره استنادي دېوالونو د سروې او ډیزان چارې د وزارت د شته منابع او تخنیکي ظرفیتونو پرمټ ترسره شوي دي.

له ارغندۍ څخه تر دوراني بازار پورې د کابل- کندهار لویې لارې د ۲۷ کیلومتره سړک د بیارغونې کار بشپړول، په دوه برخو کې د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک چارو د بیارغونې کار دوام، د کندهار- ارزګان او ارزګان- دهراود او خاکریز ۱۷۰ کیلومتره سړک د رغونې چارو دوام، د کندهار- هلمند دوراهي ۸۰ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارو دوام، د کابل- لوګر دویم لین ۲۴ کیلومتره سړک د کار بشپړول، د جوزجان د قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ۲۷ کیلومتره سړک د کار بشپړول، د ګردیز- زرمت د ۲۴ کیلومتره سړک د چارو بشپړول، د تخار ولایت د فرخار- ورسج ۱۵ کیلومتره سړک د کار بشپړول او د قیصار – لامان ۱۷۱ کیلومتره حلقوي سړک د چارو بشپړول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د وزارت د پلانونو برخه جوړوي. 

Previous Post

د کانونو او پترولېم وزارت: تېر کال ۱۰۸ کوچني کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي

Next Post

د افغانستان برېښنا شرکت: د تجدید وړ انرژۍ لپاره پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړ شوی

Next Post
د افغانستان برېښنا شرکت: د تجدید وړ انرژۍ لپاره پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړ شوی

د افغانستان برېښنا شرکت: د تجدید وړ انرژۍ لپاره پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړ شوی

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.