پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د افغانستان صادرات شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي

Home
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤلینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته دولت حساب ورکولو پروګرام په څلورمه ورځ؛ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، محترم نورالدین عزیزي، چې په خبري کنفرانس کې د وزارت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکول، وویل: په تېر کال کې مو د اسلامي امارت د اقتصادي پالېسۍ په پام کې نیولو سره، د صادراتو پراختیا لپاره ګڼ شمېر او مناسبې برنامې په لار اچولي چې له امله یې د افغانستان صادرات شاوخوا ۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.
دغه راز ښاغلي عزیزي زیاته کړه، د تېر یوه کال پر مهال ۸۰ سلنه فابریکې فعاله شوي، له داخلي تولیداتو د استفادې او ترویج طرحه، د اسلامي امارت کابینې ته وړاندې شوې، د صنعت کارانو انتفاعي مالیه له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته را ټیټه شوې او ۷ سلنه موضوعي مالیه معاف شوې ده.
د ښاغلي عزیزي د معلوماتو له مخې، تېر کال د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ برخه کې د صادراتو او ترانزیت زیاتوالي، بازار د تنظیم، سوداګرۍ بیلانس د ښه والي لپاره؛ نندارتونونه جوړ شوي او د سیمې په کچه فعاله سوداګریزه دیپلوماسي تطبیق شوې، له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره مذاکرات شوي او په یادو هېوادنو کې د افغان سوداګرو ستونزو ته رسېدنه شوې او د هېواد په کچه د لومړنیو توکو بازارونه تنظیم او بیې کنترول شوي دي.
د سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، چې کورنیو شرکتونو په بېلابېلو سکتورونو کې څه باندې ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونه کړې او د بهرنیو پانګوالو د جلبولو لپاره دوامداره هڅې شوي دي.
د ښاغلي عزیزي په وینا، د صادراتو پراختیا، صنعتي او تولیدي فابریکو د ډېټابېسونه رامنځته کول، د الکترونیکي حکومتولۍ د ترویج په موخه، له مالیې وزارت سره د سوداګرۍ وزارت د سیستمونو نښلول او د اختراعاتو او صنعتي طرحو ثبتولو سیستمونو رامنځته کول، د خدمتونو برخه کې د سوداګرۍ وزارت له فعالیتونو څخه دي.
د سوداګرۍ پراختیا او د صادراتو زیاتول، د سیستمونو ایجاد او انکشاف، د صنایعو وده او پراختیا، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جلبول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته کول او د متوسطو او وړو تشبثاتو پراختیا، د ۱۴۰۲ کال لپاره د سوداګرۍ وزارت له عمده پلانونو څخه دي.

Previous Post

کرنې وزارت، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ

Next Post

تېرکال شاوخوا ۵۹۰ زره جریبهامارتي ځمکه له غاصبینو را ګرځول شوې ده

Next Post
تېرکال شاوخوا ۵۹۰ زره جریبهامارتي ځمکه له غاصبینو را ګرځول شوې ده

تېرکال شاوخوا ۵۹۰ زره جریبهامارتي ځمکه له غاصبینو را ګرځول شوې ده

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.