پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

تېر کال کې ۴،۵۹۲،۱۰۹ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې د مخکېني کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي

تېر کال کې ۴،۵۹۲،۱۰۹ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې د مخکېني کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري په دې کنفرانس کې وویل: د ۱۴۰۱ کال پر مهال، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له ټولو ستېشنونو څخه په مجموعي ډول (۴،۵۹۲،۱۰۹) متریک ټنه انتقالات شوي دي، چې د مخکېني کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د مسئولینو د معلوماتو له مخې ترکمنستان، ایران او د حیرتان ـ مزار شریف اوسپنې پټلۍ انتقالاتو تر سره کونکې ازبیکستانۍ کمپنۍ ته، د تخیکي کار کوونکو معرفي کول او د هغوی له تجربو څخه ګټه اخیستل، په تېر کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې له نورو فعالیتونو څخه دي.

دغه راز مسئولینو زیاته کړه: د حیرتان ـ مزار شریف اوسپنې پټلۍ په قرارداد کې ۷۰ سلنه تخفیف ترلاسه کول، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې چارې په بریالیتوب سره مخ ته وړل، د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ د درېیمې برخې له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پیل او د ډیجیټل حکومتولۍ برخه کې د پام وړ پرمختګ؛ په تېر کال کې د اوسپنې پټلۍ ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د لومړي او دویم فاز د چارو پیلول،  د اندخوی – شبرغان اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو پیلول، د آقینې او خواف – هرات اوسپنې پټلیو ته مانوري لوکوموتیونو اخیستل او د آقینې، روزنک، تورغونډۍ او حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د سټېشنونو پراختیا؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمده پلانونه دي.

Previous Post

تېرکال شاوخوا ۵۹۰ زره جریبهامارتي ځمکه له غاصبینو را ګرځول شوې ده

Next Post

د سټندرډ ملي اداره: په بېلابېلو برخو کې په ټولیز ډول ۷۷۵ ملي سټنډرډونه او شپږ کودونه ترتیب شوي دي

Next Post
د سټندرډ ملي اداره: په بېلابېلو برخو کې په ټولیز ډول ۷۷۵ ملي سټنډرډونه او شپږ کودونه ترتیب شوي دي

د سټندرډ ملي اداره: په بېلابېلو برخو کې په ټولیز ډول ۷۷۵ ملي سټنډرډونه او شپږ کودونه ترتیب شوي دي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.