پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

تېر کال څه باندې ۲۴۵ ټنه، بې کیفیته او تاریخ تېر درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي

تېر کال څه باندې ۲۴۵ ټنه، بې کیفیته او تاریخ تېر درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې له درملتونونو، د درملو وارداتي شرکتونو، درملو او خوراکي توکو له تولیدي فابریکو څخه د څارنې پر مهال؛ څه باندې ۲۴۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل، روغتیایي محصولات او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د تېر کال پر مهال په کابل ښار کې له ۴۵۳۶ درملتونونو څخه څارنه شوې، چې په پایله کې یې۷۷۱ درملتونونه د قانوني سرغړونو له امله تړل شوي، ۱۸۰ ته سپارښتنې شوي او ۱۲۶ نورو درملتونونو ته اخطار نامې ورکړل شوې دي.

مسئولین وایي، چې له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ د ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او د همدې لپاره یې په دې برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي دي. دغه راز د غذايي مصؤنيت له پلوه خوندي او ډاډمنو خوړو ته د هېواد والو د لاسرسي په موخه زیاتې هڅې شوي چې له امله یې د ادارې په چوکاټ کې د خوړو خونديتوب عمومي  رياست رامنځته شوی دی.

د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو زیاته کړه، وروستي یوه کال کې ۱۹۶ عمده  درمل پلورنځيو ، ۱۵۶ وارداتي شرکتونو ، ۱۰ تولیدي فابریکو او ۱۴۲ د درملو وارداتي شرکتونو او دتولیدي فابریکو استازولیو ته د فعالیت اجازه لیکونه ورکړل شوي دي. دغه راز ۲۱۴۰۲ قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې او ۱۰۷۹۶ قلمه درمل او روغتیايي محصولات قېمت ګذاري شوي دي.

د مسئولینو په وینا، په لابراتوارونو کې د خوراکي توکو، درملو او څښلو اوبو، ۵۲۰۹۹ نمونې تجزیه شوي، چې ۴۹۸۵۷ د درملو، ۱۳۹۱ خوراکي توکو ۸۵۱ د څښلو اوبو نمونې دي او د دې ازموینو پایله کې ۸۱۲ نمونې د مختلفو دلایلو له امله مسترد شوي دي.

د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، درملیزو او خوراکی تاسیساتو ته د جواز ورکول، د درملو او خوراکی توکو ثبت، د  درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول، له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه او د پروسس شویو غذايي موادو ثبتول، د ۱۴۰۲ کال لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې له عمده پلانونو څخه دي.

Previous Post

تېر کال کې څه‌باندې دوه نیم میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي

Next Post

کورنیو چارو وزارت: د هېواد د دښمنانو د شومو اهدافو شنډولو په موخه، په ټولیز ډول ۲۱۱۲ عملیات شوي دي

Next Post
Ministry of Interior Reports Marked Decline in Crime in Past Year

کورنیو چارو وزارت: د هېواد د دښمنانو د شومو اهدافو شنډولو په موخه، په ټولیز ډول ۲۱۱۲ عملیات شوي دي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.