د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: تېر کال کې د هېواد او خلکو د دښمنانو د شومو اهدافو شنډولو په موخه؛ په ټولیز ډول ۲۱۱۲ عملیات شوي، چې ۲۲۴ یې ګډ، ۱۳۴۵ خپلواک او ۵۴۳ یې ځانګړي عملیات وو. د یادو عملیاتو پایله کې ۱۷۸۴ تنه د ورانکارو او ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیول شوي دي. دغه راز ۱۱۶۴۰ میله سپکې او درنې وسلې، ۱۰۱۷ کړۍ ماینونه او لاسي بمونه، ۴۸۴ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د سپکو او درنو وسلو ګڼ شمېر مرمۍ، چاودېدونکي واسکټونه، دوربینونه، مخابرې، د جي پي اېس دستګاوې، ګرځنده مبایلونه، ناقانونه سیم کارتونه او نور پوځي تجهیزات د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
مسئولینو زیاته کړه، تېر کال د هېواد په کچه ۱۲۲۸۳ جنایي پېښې رامنځته شوي، چې په تړاو یې ۱۷۲۱۷ تنه شکمن کسان نيول شوي دي. دغه راز د محکمو د ۱۵۳ پرېکړو د پلي کېدو پایله کې ۱۷۴ تنه تر نیولو وروسته، عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال پولیسو د انسان تښتوونکو پر وړاندې ۲۰۰ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۴ تنه د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي، ۱۳ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او ۱۹۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مسئولینو وویل: له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې د تېر کال پر مهال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو ۵۲۰۹ عمليات کړي، چې په پایله کې د نشه یي توکو، الکولي مشروباتو او ټابلېټ کا د تولید ۶۴۴ فابريکې له منځه وړل شوي، ۲۲۸۲ ټنه ډول ډول نشه يي توکي او ۶۲۹۵۳۳ قرصه ټابلېټ کا کشف او ضبط شوي، د پېښو په تړاو ۵۹۱۹ تنه نیول شوي او له نيول شويو کسانو ۱۲۲ ميله وسلې، ۴۸۵ عرادې موټر، زیات شمېر مبایلونه، مخابرې او پیسې ترلاسه شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې تېر کال د هېواد په کچه ۴۲۸۸۸ تنه روږدي کسان راټول شوي او د درملنې په موخه په اړوندو روغتونونو کې بستر شوي دي. دغه راز ۱۱۲۵۳ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
د مسئولینو په وینا، تېر یوه کال کې ۴۶ زره ۵۳۳ تنه د پولیسو له بیلابیلو ښوونیزو مرکزونو څخه له لنډ مهاله او منځ مهاله زده کړو فارغ شوي او ۲۴۰۰۰ تنه د لیک لوست زده کړو په پروګرامونو کې شامل شوي دي.
همدارنګه د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې تېر کال۷۱۰ زره ټوکه پاسپورټونه غوښتونکو ته ورکړل شوي، ۱۱۶۴۳۰ تنو ته د موټر چلولو لایسنسونه ورکړل شوی، ۳۲۵۰۰۰ ښي لاس ( یوه کیلي) او ۲۹۰۰۰ چپه لاس (یوه کیلي) موټرونه په سیستم کې ثبت شوي دي.