پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ۱۴۸۵۲ تاسیساتو د تسخین او کثافاتو سیستم څارنه شوې او د ۱۳۱۸ پروژو او فعالیتونو چاپېریالي اغېزې ارزول شوي دي

د ۱۴۸۵۲ تاسیساتو د تسخین او کثافاتو سیستم څارنه شوې او د ۱۳۱۸ پروژو او فعالیتونو چاپېریالي اغېزې ارزول شوي دي
0
SHARES
5
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو په دې خبري ناسته کې وویل: وروستي یوه کال کې د ۱۴۸۵۲ تاسیساتو، لوړپوړو ودانیو، حمامونو، فابریکو، تېلو تانکونو، رېګرېشنونو د خښتو بټیو او روغتیایي مرکزونو، د تسخین سیستم، سون توکو، شنې ساحې او کثافاتو مدیریت له سیستم څخه، د اصلاح او معیاري کولو په موخه څارنه شوې او د هېواد په کچه د ۱۲۳۳ پروګرامونو له لارې؛ شاوخوا ۲۳۵۴۰۰ تنو ته چاپېریالي زده کړې ورکړل شوي دي.

د مسئولینو په وینا، تېر کال کې د عامه او خصوصي سکتور د ۱۳۱۸ انکشافي، زېربنایي، صنعتي او تولیدي پروژو او فعالیتونو چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې ارزول شوي، چې ۱۲۹۹ پروژې او فعالیتونه تایید او ۹۱ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله، رد شوي دي. 

دغه راز د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د اقلیم بدلون او ژوند بڼو برخه کې د سرچینو اختصاص د شفافیت سیستم پروګرام او د لږ پرمختللیو  هېوادونو صندوق له لارې د افغانستان د ۳۰ میلیون ډالرو سهمیې د مالي تعهد ترلاسه کول او د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې د ۳۲ ځنډېدلیو پروژو د چارو پیلولو تعقیب، چې له دې جملې د دوه پروژو چارې پیل شوي؛ د اقلیم بدلون برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لاسته راوړنو څخه دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې مسئولین وایي، په تېر کال کې د له منځه تللو خطر سره مخ وحشي ژوو او نباتاتو د ساتنې په موخه، خصوصي شرکتونو ته د وحشي ژوو د نړیوال تجارت لپاره، ۳۲ جواز لیکونه ورکړل شوي، د ۱۴۹ ژوو او نباتاتو له ښکار او سوداګرۍ څخه مخنیوی شوی او د ۴۹۳ ډوله وحشي حیواناتو او مرغانو  د قاچاق مخه نیول شوې ده. دغه راز تېر کال د امارتي ادارو او خصوصي سکتور په همکارۍ د هېواد په کچه، کابو ۳۵ میلیونه میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېښودل شوي دي.  

د پروژو تطبیق او مالي سرچینو د جذبولو له لارې د اقلیمي بدلون مدیریت، د اقلیم بدلون مدیریت د پنځه کلن پلان ترتیب، د چاپېریال ککړوونکو منابعو دوامداره څارنه او کنترول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمده پلانونو څخه دي.

Previous Post

کورنیو چارو وزارت: د هېواد د دښمنانو د شومو اهدافو شنډولو په موخه، په ټولیز ډول ۲۱۱۲ عملیات شوي دي

Next Post

کابل ښاروالي: په ټولیز ډول څه باندې ۶۶ کیلو متره سړکونه سفالټ او کانکرېټ شوي دي

Next Post
کابل ښاروالي: په ټولیز ډول څه باندې ۶۶ کیلو متره سړکونه سفالټ او کانکرېټ شوي دي

کابل ښاروالي: په ټولیز ډول څه باندې ۶۶ کیلو متره سړکونه سفالټ او کانکرېټ شوي دي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.