پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

۵۶۸۵۰ تنه زده کوونکو او محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده

۵۶۸۵۰ تنه زده کوونکو او محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده
0
SHARES
7
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: په مرکز او ولایتونو کې د ۵۶۸۵۰ تنه زده کوونکو او محصلینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولینو په وینا، د ۳۸۷۲ زده کوونکو لپاره د ۴۴ لنډمهاله حرفوي کورسونو دایرول، نورستان ولایت کې د یوه کثیر الرشتوي انسټیټوټ او په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د دوه مسلکي لېسو رامنځته کول او د هېواد په کچه په زده کړییزو مرکزونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ۲۵ څانګو رامنځته کول؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

مسئولین وایي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د بېلابېلو ښوونیزو څانګو د نصاب بیاکتنه، د ۳۸۰۰۰۰ ټوکه درسي کتابونو او ۳۷۵۰۰ ټوکه درسي موادو چاپ او وېش، د کیفیت د تضمین سیستم پراختیا، د ظرفیت لوړونې د ورکشاپونو او د تعلیم، مسلک او تحصیل د کنفرانس او نندارتون جوړول؛ په وروستي یوه کال کې د دې ادارې نور فعالیتونه دي.

 دغه راز مسئولین زیاتوي، چې د تېر کال پر مهال د ادارې ستراتېژیک پلان تدوین شوی، د تقنیني اسنادو د بیاکتنې او تدوین چارې بشپړې شوي، له وزارتونو، خپلواکو ادارو او کورنیو او نړیوالو موسسو سره؛ ۹ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه، ۱۳۹ پروسې ساده شوي دي.

Previous Post

د افغانستان د علومو اکاډمي: ۴۶ علمي- څېړنيزې پروژې بشپړې شوي او ۱۷۶ نورې تر کار لاندې دي

Next Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس سره وکتل

Next Post
د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس سره وکتل

د رياست الوزرا اداري مرستيال د فارياب ولايت د پوهنتون رئيس سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.