پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره ولیدل
0
SHARES
3
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو له معین سره وکتل.
په دې ناسته کې، دکابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو معین مولوي حبیب الرحمن منصور وویل، په تېرو څو میاشتو کې یې د خصوصي سکټور په همکارۍ په کابل ښار کې ۲۵ څلورلارې او ګڼ شمېر ګلدانونه رغاولي او دا لړۍ لاهم روانه ده.
ښاغلي منصور زیاته کړه، د اسلامي اصولو له غوښتنو سره سم په کابل ښار کې زر تنه د ګذر وکیلان او لس زره تنه د کوڅو مخلص کارپوهه استازي ټاکل شوي، چې په ښاري چارو او امنیت کې خورا مثبت ثابت شوي دي.
د نوموړي په وینا، روان کال یې ۱۲ سوه زره نیالګي د ښاروالۍ او خلکو په مرستې د ښار په بیلابېلو برخو کې کېنولي او پالنه یې کیږي.
هغه زیاته کړه، د ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د معینیت په نوښت د کابل ښار په څنډو کې د خلکو په همکارۍ سلګونه مدرسې جوړې شوي، چې په هره مدرسه کې له ۲سوه تر ۸ سوه ماشومان په دیني زده کړو بوخت دي او لګښتونه یې د خلکو لخوا ورکول کیږي.
د منصور په وینا، په کابل ښار کې ۴۰ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې او همدارنګه ۱۴۰ ښاري پارکونه چې لویه برخه یې غصب شوې وه راګرځول شوې او د رغاولو په حال کې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل ښاروالۍ له هڅو په ستاینې وویل، اړونده ادارې دې له کابل ښاروالۍ سره په ګډه د ښار په سمون کې ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، د کابل ښار په رغاونه کې د خصوصي سکټور ونډه اړینه او مهمه ده او هغه کسان چې په دې برخه کې بوخت دي د حکومت لخوا به ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
سیاسي مرستیال د ښاروالۍ او ګذر وکیلانو همغږۍ اړینه یاده کړه او په دغه برخه کې یې د ښاروالۍ مرستیال ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Previous Post

د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو علماوو او مشرانو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

Next Post

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ

Next Post
Home

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.