پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو علماوو او مشرانو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو علماوو او مشرانو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي
عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره ولیدل.
یادو علمای کرامو او قومي مشرانو په ننګرهار کې د اسلامي امارت مسوولینو سره د خلکو پر همکارۍ خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د یاد ولایت ټول مېشت قومونه له ځايي مسئوولینو سره د امنیت په ټینګښت کې همغږي دي.
دوی زیاته کړه، د ننګرهار په سرحدي سیمو کې خلک له بې وزلۍ سره مخ دي، حکومت، مرستندویه موسسې او خیریه بنسټونه دې له خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
هغوی همدارنګه په یو شمېر سیمو کې د سړک د خرابوالي او د روغتیايي خدماتو د کموالي یادونه وکړه او د دغو برخو د پراختیا غوښتونکي شول.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دوی ته وویل، د جهاد په ټولو دورو کې د ننګرهار ولسونو د نورو افغانانو په څېر ډېرې قربانۍ ورکړې دي او د افغانستان په خپلواکۍ کې یې مهمه ونډه اخیستې ده.
نوموړي زیاته کړه، د هېواد د آبادۍ په بهیر کې اسلامي امارت د خلکو د ژوند د سطحې لوړولو ته جدي پام کوي او ډېر تمرکز خلکو ته د خدماتو پر چمتو کولو دی.
محترم مولوي عبدالکبیر، د ننګرهار علماوو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو حل ته به یې جدي توجه وشي.

Previous Post

د کابل ښار د رسټورانټونو له یو شمېر خاوندانو او استازو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.