د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د رسټورانتونو له یو شمېر خاوندانو او استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د کافتریا او قصر سلیمان رسټورانت خاوند محترم الله داد یزداني، د برګ کانټينینټال رسټورانټ مسوول سید عبدالحلیم او د بخارا رسټورانټ خاوند حاجي سخیداد رحیمي په نوبت د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی په هیواد کې د رسټورانټداري صنعت د پام وړ ودې خبر ورکړ او وې ویل، له دې لارې مراجعینو ته ښه خدمات برابرېږي.
د هغوی په وینا د هیواد په ځانګړي ډول د کابل ښار رسټورانټونو بهرنیو مراجعینو ته د هیواد د اصیل فرهنګ د برجسته کولو په برخه کې ښه رول لرلی دی او سلګونه هیوادوالو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د کابل ښار د رسټورانټونو خاوندانو او استازو همدارنګه د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې د غوره خدمتونو د برابرولو په خاطر په هیواد کې د رسټورانټدارې صنعت ملاتړ وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل،. خصوصي سکتور په ځانګړي ډول رسټورانټونو هیوادوالو ته د خدماتو برابرولو او کارموندنې په برخه کې هیڅ وخت کوتاهي نه ده کړې او دا کار په خپله د ستاینې وړ دی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او شته امکاناتو ته په پام به د پانګوالو د ملاتړ په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.