پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

تېر کال کې ۳۵۸۶ داخلي او ۴۹ بهرنۍ سیالۍ تر سره شوي دي

تېر کال کې ۳۵۸۶ داخلي او ۴۹ بهرنۍ سیالۍ تر سره شوي دي
0
SHARES
2
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د یاد ریاست د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال د هېواد په کچه د بېلابېلو سپورټي څانګو ۳۵۸۶ تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ تر سره شوي د ي. دغه راز د هېواد د مختلفو سپورټي څانګو ورزشکارانو په ۴۹ بهرنيو سياليو کې ګډون کړی، چې ۲ د طلا، ۱۰ د نقرې او ۱۰ د برونزو مډالونه یې ګټلي دي.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مسئولینو زیاته کړه، د پلازمنې کابل د سپورټي برنامو د ښه تنظیم او پرمختګ لپاره، د عمومي ریاست په اډانه کې د سپورټ ریاست او دوه نوي آمریتونه رامنځته شوي، د لویو ورزشي مسایلو د حل لپاره د ورزش عالي شوری تشکيل شوې، د مالي امکاناتو د جذب او بهرنيو اړيکو پياوړتيا لپاره، د مالي چارو او بهرينو اړيکو کمېسيون جوړ شوی او دوه ځلې د المپيک له نړيوالې کمېټې او اسيايي کمېټې سره انلاین ناستې ترسره شوې دي.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست مسئولینو په وینا، په معیاري ډول د اوزلوبې، فوټبال، واليبال او فوټسال ليګونو تر سره کېدل، د ډېرو فدراسيونونو د بهرنیو اړيکو ښه کېدل او په دې برخه کې د ستونزو حلېدل او د ۴۲ فدراسيونونو ملي انتخابي سیالیو په لار اچول؛ په تېر کال کې د دغه ریاست له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
دغه راز په ودانیزه برخه کې د پنځو پروژو پلي کول، د ستراتېژیک پلان نهایي کول، د دوه اړخيزه تفاهم لیکونو لاسلیکول او ظرفیت لوړونه؛ په ۱۴۰۲ کال کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له عمده پلانونو څخه دي.

Previous Post

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت: ۶۳۸۹۵۴ تنه معلولین، کونډې او یتیمان ثبت شوي او د بانکي سیستم له لارې ۱۳۵۹۳۸۵۰۰۷۶ افغانۍ حقوق وېشل شوي دي

Next Post

د زندانونو چارو د سمون ادارې، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ

Next Post
د زندانونو چارو د سمون ادارې، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.