پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د زندانونو چارو د سمون ادارې، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ
0
SHARES
0
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال د زندانونو چارو سمون ادارې ته د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري شاوخوا ۳۲ زره زندانیان سپارل شوي وو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا، د عفوې او تخفیف فرمانونو او د عدلي او قضايي ارګانونو حکمونو له مخې شاوخوا ۱۶ زره تنه ازاد شوي او شاوخوا ۱۶ زره محبوسین، تورن او محجوزین د هېواد په زندانونو کې موجود دي.
د زندانونو چارو سمون ادارې مسئولینو زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت له ۸ هېوادونو سره هوکړې ته رسېدلی څو افغان زندانیان بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي، چې تر دې مهاله، ۱۲ سوه او ۳۰ زندانیان له ایران او ۳ تنه نور له کویټ هېواد څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.
د زندانونو چارو سمون ادارې مسئولینو وویل، د تېر کال پر مهال د پرسونل او زندانیانو لپاره د تفسیر او احادیثو په ګډون دیني پروګرامونه پیل شوي او دا لړۍ دوام لري، چې موخه یې د بندیانو اصلاح او بیا روزنه ده، څو له بند وروسته د سالمو وګړو په توګه ټولنې ته وړاندې شي.
د مسئولینو په وینا، د بندیانو خوراکي توکو د کمیت او کیفیت د ښه والي تر څنګ، د ادارې د رهبرۍ په هڅو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس، د محبوسینو د خوړو استحقاق له ۸۵ څخه ۱۲۰ افغانیو ته لوړ شوی دی. همدارنګه د کوچني او لوي اخترونو په مناست د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د عفوې او تخفیف فرمانونو پایله کې ۳۸۸۱ تنه محبوسین او محجوزین خوشي او د ۹۸۱ تنو د بند په موده کې تخفیف رامنځته شوی دی.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د امنیتي او کشفي موظفینو لخوا یوه اندازه نشه یي توکي چې هیرویین، ټابلېټ کا او چرس پکې شامل وو، زندانونو ته د لېږدولو پر مهال کشف او ضبط شوي او د لېږد په تړاو یې ۹۱ تنه نیول شوي دي.
د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې د لږ ترلږه ۴۰ صنعتي شاپونو فعالول او په تولیدي او حرفوي برنامو کې یې د زندانیانو ګومارل او بوختول، په ټولو زندانونو کې د ښوونځیو او دیني مدرسو فعالول او په مرکز او ولایتونو کې د حرفوي زده کړو د پروګرامونو پراخول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د دې ادارې له عمده پلانونو څخه دي.

Previous Post

تېر کال کې ۳۵۸۶ داخلي او ۴۹ بهرنۍ سیالۍ تر سره شوي دي

Next Post

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه

Next Post
د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.