پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت: ۶۳۸۹۵۴ تنه معلولین، کونډې او یتیمان ثبت شوي او د بانکي سیستم له لارې ۱۳۵۹۳۸۵۰۰۷۶ افغانۍ حقوق وېشل شوي دي

Over 600,000 Disabled, Widows and Orphans Registered Officially
0
SHARES
30
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: وروستي یوه کال کې په ټولیز ډول ۶۳۸۹۵۴ تنه معلولین، کونډې او یتیمان له یاد وزارت سره ثبت شوي، چې له دې جملې ۱۴۹۶۷۲ نارینه او ۳۰۷۷۷ تنه یی ښځینه معلولین، ۳۷۱۴۲۰ تنه یتیمان او ۸۷۰۸۷ تنه یې کونډې دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسئولینو زیاته کړه، تېر کال کې د شهیدانو وارثینو، کونډو او معلولینو ته د بانکي سیستم له لارې ۱۳۵۹۳۸۵۰۷۶ افغانۍ حقوق ورکړل شوي دي. دغه راز د شفافیت د تامین لپاره، د ثبت شویو کونډو، یتیمانو او معلولینو سروې په لاره اچول شوې چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۲۰۰۰ غیر مستحق یتیمان او کونډې او کابو ۷۵۰۰ غیر مستحق معلولین له سیستم څخه اېستل شوي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال په مرکز کې د شهیدانو او معلولینو ثبتولو برېښنايي سیستم فعال او ۱۸ ولایتونو ته غځول شوي چې په ټولیز ډول ۷۷۶۹۹ تنه بایومتریک او سیستم کې ثبت شوي، له دې جملې ۴۳۹۹۵ تنه معلولین او ۳۴۶۰۲ تنه یې کونډې او یتیمان دي.
مسئولین وایي، چې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي، غیر خوراکي او بیا ځواکمنتیا وسایلو د مرستو برابرولو برخه کې له ۲۳ ملي او نړیوالو موسسو سره، د همکارۍ هوکړه لیکونه، لاسلیک شوي دي. همدارنګه د هېواد په کچه ۱۵۰۰۰۰ تنه یتیمانو، کونډو او معلولینو سره، شاوخوا ۳۵۰ میلیوه افغانۍ نغدي، وېلچیرونو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د حج اداء کولو په موخه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د ۹۵۲ تنه معلولینو او شهیدانو وارثینو ور پېژندل، ۸۰ تنه معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د جامو ګنډلو، مبایل، برېښنایي وسایلو او کمپیوټرونو د ترمیم په برخه کې د څلور میاشتنیو فني او حرفوي زدکړو ورکول او ۱۹۸ تنه معلولین امارتي ادارو ته د ګومارنې په موخه ور پېژندل؛ په تېر کال کې د یاد وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
دغه راز نورو ولایتونو ته د برېښنایي سیستم پراختیا، د معلولینو او شهیدانو وارثینو لپاره، له کورنیو او نړیوالو موسسو څخه د مرستو ترلاسه کول، معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د کاري فرصتونو برابرول او اړمنو معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو جوړول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د دغه وزارت له عمده پلانونو څخه دي.

Previous Post

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل کلنی راپور وړاندې کړ

Next Post

تېر کال کې ۳۵۸۶ داخلي او ۴۹ بهرنۍ سیالۍ تر سره شوي دي

Next Post
تېر کال کې ۳۵۸۶ داخلي او ۴۹ بهرنۍ سیالۍ تر سره شوي دي

تېر کال کې ۳۵۸۶ داخلي او ۴۹ بهرنۍ سیالۍ تر سره شوي دي

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.