پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ایراني پلاوي سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ایراني پلاوي سره ولیدل
0
SHARES
14
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو د مجلس له پلاوي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، ایراني پلاوي چې په کابل کې دایران سفارت مشرتابه هم پکې حضور درلود، په افغانستان کې د امنیت په تامین خوښي وښوده او ویې ویل، مهمه دا ده چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده او د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې له نشه يي توکو سره مبارزه شوې او اغېز یې په ایران کې هم لیدل کېږي د پام وړ پرمختګ دی.
دغه پلاوي، د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې په ودې ټینګار وکړ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له نړۍ او په خاصه توګه له ایران سره د متقابل احترام په فضا کې حسن همجواري او مثبت تعامل غواړي.
هغه زیاته کړه، ایران او افغانستان ګډ مشترکات لري او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې اړیکي پراخې شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د مسایلو د حل او تعامل لپاره په ډیالوګ او خبرو باور لري، او هیله یې وښوده چې ایراني سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
مولوي عبدالکبیر، د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د ایران اسلامي جمهوریت مننه او ټینکار وکړ، چې کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابر شي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او له دې اړخه دې ګاونډیان مطمین اوسي.

Previous Post

د رياست الوزرا اداري مرستيال د سرپل ولايت يو شمېر محلي مسؤولينو سره وکتل

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مکروریانونو له استازو او وکیلانوسره ولیدل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مکروریانونو له استازو او وکیلانوسره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مکروریانونو له استازو او وکیلانوسره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.