پنجشنبه, سپتمبر 28, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مخه ښې کتنه

په افغانستان کې د ترکیې سفیر سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مخه ښې کتنه
0
SHARES
9
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي جهاد ارګینای سره د مخه ښې کتنه وکړه.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، لومړی د ترکیې سفیر په افغانستان کې په خپل ماموریت خوښي وښوده او وې ویل، په تېرو دوه نیمو کالو کې له اسلامي امارت سره په کار خوښ یم او تل زموږ لومړیتوب د افغانانو نېکمرغي او سعادت وو. له همدې امله پخوا او اوس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکار یوو.
نوموړي له اسلامي امارت څخه په افغانستان کې د ترکیې د سفارت او قونسلګریو د امنیت د تامین مننه او ټينګار وکړ چې له افغانستان سره به په راتلونکي کې زموږ مرستې او همکارۍ زیاتې شي.
ښاغلي جهاد ارګینای وویل، اوس د افغانستان او ترکیې سوداګریزې اړیکې د کال درې سوه میلیون ‌‌‌‌‌‌ډالرو ته رسېدلي او هیله من یوو چې په راتلونکي کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې یو میلیارد ته زیاتې شي.
نوموړي څرګنده کړه چې د ترکیې تاجران او پانګوال یې تل په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي جهاد ارګینای ته په راتلونکو ماموریتونو کې د بریا هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل، د افغانانو او ترکیې دوستي پخوانۍ او صمیمي ده او زموږ هیوادونو تل نېک او ښه مناسبات لرلي دي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له ترکیې سره په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، تعلیمي او تحصیلي برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د. ریاست الوزرا اداري مرستیال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او وې ویل، هیله من یوو چې افغان تاجرانو ته د ویزو په ورکړه کې زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او اسلامي امارت په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د ترکي پانګوالو ملاتړ کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې بهر ته د افغان ځوانانو د ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ مخنیوي ته په اشارې وویل، هیله ده په افغانستان کې اقتصادي او پراختیایي پروژې ترسره شي، ترڅو افغان ځوانان په کار بوخت شي او د خپل هیواد په ابادولو کې ون‌‌‌‌‌‌ډه واخلي. همدارنګه یې د ترکیې جمهوریت څخه وغوښتل چې د افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو په مسایلو کې لازمه همکاري وکړي.

Previous Post

د تخار والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

Next Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او مجاهدینو سره وکتل

Next Post
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او مجاهدینو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او مجاهدینو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.