د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ له قومي مخورو او مجاهدینو سره ولیدل.
په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو او مجاهدینو وویل، د حکومت او ولس تر منځ واټن نشته، خو د اسلامي نظام ضد کړۍ تل د اسلامي امارت خلاف ناوړه تبلیغات کوي.
دوی وویل، ټول افغان قومونه د نظام د ټېنګښت او دوام لپاره یو شان نظر لري او په دې برخه کې د اندېښنې وړڅه نشته.
د تڼیو قومي مشرانو د اسلامي امارت له لوري د هېواد د متوازن انکشاف له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، د حکومت په هڅو توپیري چلند له منځه تللی او په انکشافي پروژو کې ټولو سیمو ته مساوي ونډه ورکړل شوې ده.
دوی د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د سړک رغاولو، دځنګلونو دپالنې او روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال دوی ته وویل ، اسلامي امارت خپلو موخو ته د رسیدو په حال کې دی او اوسنی حکومت به افغانانو ته خورا ګټور ثابت شي.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، قومي مشران او مجاهدین کولای شي د حکومت او ولس تر منځ همغږۍ او د همکاریو پراخېدو ته لاره هواره کړي او اسلامي امارت په دې برخه کې د ټولو قومي مخورو او هېوادوالو د هڅو مننه کوي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت بودجه د متوازن انکشاف پر اساس تنظیم او د ولسونو غوښتنو ته په کې لومړیتوب ورکول کېږي.