د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملي راډيو تلویزیون عمومي رئيس محترم قاري محمدیوسف احمدي او ټولو ولایتي امرینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې او زیاته کړه، محلي مسوولین پر وخت اطلاع رسولو کې صادقانه هڅې کوي.
هغوی وویل، د افغانانو دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې او غواړي چې په فرهنګي او رسنیز تهاجم سره زموږ د ملت اذهان مغشوش کړي.
هغوی څرګنده کړه چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د هیواد دښمنانو او اشغالګرو ډېر بشري ضد جنایتونه کړي او موږ کوښښ کوو چې خلکو ته حقایق ښکاره شي. همدارنګه یې د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې د اړینو تجهیزاتو. برابرولو او د ملي راډيو تلویزیون د ولایتي کارکوونکو د ستونزو حل ته جدي پام وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له هغوی سره په کتنه خوښي وښوده او د ملي راډيو تلویزیون د عمومي رئيس او ولایتي امرینو کړنې او فعالیتونه یې وستایل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، په هیواد کې امنیت تامین او اشغال پایته رسېدلی دی، خو زموږ د خلکو او ګران هیواد دښمنان لا هم د عامه اذهانو د تخریب او مغشوشولو کوښښ کوي، بنا له تاسو غواړم افغان ملت او نړیوالو ته د اسلامي امارت د ویاړونو، شته واقعیتونو او په هیواد کې د مثبتو ترسره شویو کارونو د انعکاس په برخه کې زیاتې هڅې وکړئ.
همدارنګه محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د ملي راډيو تلویزیون د عمومي ریاست او ولایتي امریتونو د ستونزو د حل او اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپلې هیڅ ډول هڅې نه درېغوي.