پنجشنبه, سپتمبر 21, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د فاریاب او غور ولایتونو محلي مسوولینو او د کوهستاناتو یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه

د فاریاب او غور ولایتونو محلي مسوولینو او د کوهستاناتو یو شمېر مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
0
SHARES
0
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب او غور ولایتونو محلي مسوولینو او د کوهستاناتو یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د غور مرستیال والي محترم مولوي طریقت او د فاریاب ولایت لولاش ولسوالۍ امنیه قومندان محترم حاجي خورشید احمد د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال په دې ولایتونو کې د ټولنیز، امنیتي او محلي حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ.
هغوی وویل، په هیواد کې د اسلامي نظام په استقرار سره بشپړ امنیت تامین دی، اشغال ختم شو، اقتصادي زمینې زیاتې شوې او افغانان خپلو مهمو هیلو ته چې له ‌‌‌‌‌‌ډېره وخته یې لرلې ورسېدل او دا له شک پرته د دې هیواد د خلکو لپاره لویه لورینه ده.
همدارنګه هغوی د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې د کانونو د رااېستلو او د دې سیمو د مواصلاتي سرکونو د ترمیم په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت تل د امنیت د تامین او خلکو ته د هوساینې برابرولو هڅه کوي او په دې برخه کې خپل کوښښونه نه درېغوي.
د ریاست الوزرا مرستیال د هغوی دوړاندیزونو په اړه وویل، د اسلامي امارت رهبري شته امکاناتو ته په پام تل د خلکو د ستونزو د تشخیص او حلولو کوښښ کوي.

Previous Post

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان علماؤ له پلاوي سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.