د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په تېره اداره کې د ولسي جرګې له غړي ډاکټر جعفر مهدوي سره ولیدل.
دغه کتنه چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، ښاغلي جعفر مهدوي د اسلامي امارت وروستیو اقداماتو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د لویو پروژو د پلي کېدو او د یو لړ نورو مثبتو کړنو له امله د خلکو باور ترلاسه کړی او هزاره قوم هم له اسلامي امارت سره همکار دی او ملاتړ یې کوي.
په دغه لیدنه کې د هزاره قوم پر ستونزو او غوښتنو د خبرو اترو سربېره ډاکټر مهدوي زياته کړه، لومړنیو خدماتو ته د خلکو د لاس رسي په موخه دې اسلامي امارت لاډېر اقدامات وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د هېواد بیارغونې ته لومړیتوب ورکوي او له همدې امله لویې پروژې پلې شوې دي.
ښاغلي ذاکر یادونه وکړه، خلکو ته د هوسا ژوند د لارو چارو برابرول او لومړنیو خدماتو ته لاس رسی د اسلامي امارت مسؤولیت دی او دې برخه ته جدي پام کیږي.