د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کندز له والي محترم مولوي نثار احمد نصرت سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د کندز والي محترم مولوي نثار احمد نصرت د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت راپور د ریاست الوزراء له اداري مرستیال سره شریک کړ. نوموړي زیاته کړه، د مجاهدینو په همت او د خلکو په بشپړې همکارۍ په یاد ولایت کې امنیت په کامل ډول تامین دی.
محترم مولوي نثار احمد نصرت څرګنده کړه، سیمه ییز مسؤلین د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې هراړخیزې هڅې کوي او د کندز ولسونو د خدمت لپاره هیڅ راز همکاري او هڅې نه درېغوي.
د کندز والي د دې په بیانولو سره چې د کندز ولایت ښاري پراختیا او د سپین زر امارتي شرکت د فعالیتونو لازیاتول د یاد ولایت د خلکو بنسټېزې غوښتنې دي او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کندز والي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د هیواد په ټولو سیمو کې د امنیت تامین د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او یاده موضوع په مرکز او ولایتونو کې د مسؤلینو د شپې او ورځې نه ستړې کېدونو هلو ته اړتیا لري.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبري به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ، دوی ته د هوساینې د ایجاد، ښاري پراختیا، د ښاروالیو انکشاف او امارتي شرکتونو د فعالیتونو د لوړولو په برخه کې خپلې هر اړخیزې هڅې وکړي.