د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس محترم محمد سهیل شاهین سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی محترم محمد سهیل شاهین خبرې وکړې او د دې دفتر د فعالیتونو او کړنو په اړه یې د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس وویل: هماغسې چې یاد دفتر د اشغال او مذاکراتو پر مهال د اشغال پایته رسولو په برخه کې فعال رول ولوباوه، اوسمهال هم د اسلامي امارت د رهبرۍ او مشرانو په پاملرنه هڅه کوي ترڅو د متقابل احترام او تعامل پر اساس له نورو هیوادونو سره د اسلامي امارت روابط ټینګ کړي.
په مقابل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم سهیل شاهین ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په مذاکراتو کې د اشغال پایته رسولو او همداراز د متقابل احترام اصل پر اساس له هیوادونو سره د نیکو اړیکو ټینګښت لپاره د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د رول ستاینه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هیوادونو سره د نیکو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او د قطر سیاسي دفتر په ګډون په بهر کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د دغو اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې کوي.