د کابل ښاروالۍ مسئولینو د دوشنبې په ورځ (۸ لړم ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د استملاک شویو جایدادونو لس تنه مالکانو ته، د هغوی د استملاکي حقوقو په ورکولو سره، دغه لړۍ عملاً پیل کړه.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال، مولوي محمد خالد سجستاني په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د ښاري زېربناوو سمول د ښاروالۍ له اساسي دندو څخه ده، چې له دې جملې یو یې د سړکونو جوړول دي او د سړکونو جوړول د استملاک له پروسې پرته، ناشوني دي.
ښاغلي سجستاني زیاته کړه، اوسمهال په کابل ښار کې د سړک جوړونې د څه باندې ۱۰ پروژو استملاکي طی مراحل عملاً دوام لري، چې له جملې یې د ۱۲۰ جایدادونو د استملاک پروسه بشپړه شوې او نن به یې مالکانو ته استملاکي حقوق ورکړل شي.
دغه راز ښاغلي سجستاني وویل: د اسلامي امارت له واکمنېدو تر دې مهاله، د کابل ښاروالۍ د څه باندې ۲۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۳۲۸ تر استملاک لاندې جایدادونو استملاکي حقوق د هغو مالکانو ته ورکړي دي.
همدارنګه د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس، انجنیر عبدالمتین حنیف وویل: چې د استملاک حقوق، د کابل ښار لپاره د منظور شوې لایحې له مخې چې د کابینې تاییدي هم لري، ورکول کېږي.