دوشنبه, دسمبر 11, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د لوړ رتبه پلاوي په مشري د مهاجرینو ستونزو ارزولو په موخه تورخم ته سفر وکړ

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د لوړ رتبه پلاوي په مشري د مهاجرینو ستونزو ارزولو په موخه تورخم ته سفر وکړ
0
SHARES
185
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

دافغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون مشر محترم مولوي صاحب عبد السلام حنفي نن سه شنبه د یو لوړ رتبه هیئیت په مشري، چې په ترکیب کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني او د مالیې وزارت مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد صاحب شامل دي، په ننګرهار ولایت کې فرضي کرښې ته څیرمه تورخم ښارګوټي ته سفر وکړ او هلته یې له افغان مهاجرینو سره، چې پاکستان حکومت د ټولو نورمونو، حسن همجوارۍ او بشري عاطفې خلاف په اجباري ډول اخراج کړي، له نژدې وکتل او د هغوی د وضعیت ارزونه یې وکړه.
حنفي صاحب هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په محدوده کې تاسي ته اسانتیاوې او ښه خدمات وړاندي کوي.
او مهاجرینو وروڼو او خویندو ته یې د لا ډیرو خدماتو عرضه کولو او تسهیلاتو برابرولو په هدف د ننګرهار ولایت له والي صاحب ملا محمد نعیم اخند، ځایي مسئولینو او د مهاجرینو چارو له تنظیمونکو سره هم تفصیلي مجالس ترسره کړل.
محترم حنفي صاحب اړونده مسئولینو ته په عاجله توګه د دوو موقتي کمپونو (یو کمپ تورخم ښارګوتي ته نژدې او یو بل د لعلپورې ولسوالۍ په ډکه سیمه کې ) د جوړولو هدایت ورکړ او اړوند مسئولین یې موظف کړل، تر څو په یادو کمپونو کې د خیمو، اوبو، خوراک، اعاشې، روغتیا او ټولو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ترتیبات و نیسي.
همدارنګه د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت سرپرست او د انتقال کمیټې مشر محترم ملا حمیدالله اخندزاده صاحب او د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لواء قومندان ملا بسم الله اخند هم همدا اوس په سیمه کې دي، تر څو هر څه ژر ټول هغه مهاجرین چې له عبوري ګذرګاه سره نژدې په انتظارګاه کې میشت دي، و یادو کمپونو ته را انتقال کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټې مشر محترم ملا خیر الله خیرخواه صاحب هم د رسنیو او مطبوعاتو له مسئولینو سره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي په اړه مجلس وکړ او د عامه پوهاوي پر اهمیت په ټینګار سره یې وویل چې په دې برخه کې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، تر څو په حوصله مندۍ او په ښه ډول سره د مهاجرینو د اجباري اخراج دغه بحران مدیریت کړل شي.
باید یادونه وکړو، چې د عالي کمیسیون ټولې کمیټې د خپلو چارو د تنظیم او تکمیل په حال کې دي او هیله ده چې ډیر ژر به د ټول هیواد په کچه په ټولو برخو کې خپل خدمات پیل کړي.

Previous Post

په پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

Next Post

د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس د ایران اهل تسنن علماوو سره وکتل

Next Post
دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزراء با شماری از جوانان ولایات پروان، کاپیسا و پنجشیر

د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس د ایران اهل تسنن علماوو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.