دوشنبه, دسمبر 11, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

په پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

دیدار رئیس عمومی دفتر ریاست الوزراء با شماری از جوانان ولایات پروان، کاپیسا و پنجشیر
0
SHARES
12
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

بسم الله الرحمن الرحیم
له تیرو پنځه څلویښتو کلونو را په دې خوا افغانان د اشغالونو او جګړو له امله په مختلفو هېوادونو کې له مهاجرت او خورا ډيرو مشکلاتو سره مخ دي، یاد حالت پر افغانانو تپل شوی او زموږ ملت ورته مجبوره کړل شوی و.
اوس چې افغان مهاجرين له بیلابیلو ستونزو او اجباري اخراج سره مخامخ شوي؛ نو لاندې څو ټکې مهم او اړین بولو.
۱ـــ له ټولو هغو هیوادونو څخه لومړی مننه کوو چې په تیرو څه باندې څلويښتو کلونو کې يې افغانانو ته په خپلو هیوادونو کې ځای ورکړ، اوس یو ځل بیا ترې غواړو افغانان مجبور نکړي، چې په زور او بې له آماده ګیو څخه جبرا اخراج شي؛ بلکې وخت ورکړي او اړوند هیوادونه د حسن همجوارۍ، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې له تحمل څخه کار واخلي.
٢ـ په کومو هیوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده ایجاد کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري.
٣ـ له ګاونډیو هیوادونو څخه غواړو چې د اسلامي اخوت اصل ته په پام سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.
٤ــ له کومو هیوادونو څخه چې افغانان د اجباري اخراج په نتیجه کې بیرته خپل هیواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه لري چې ورڅخه ويې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرائط پرې وضع کړي.
٥ ـ هغه افغانان چې له نورو هېوادونو څخه د وروستیو مشکلاتو او د ځينو هېوادونو د دريځونو له امله مجبوریږي؛ تر څو وطن ته راشي، باید ټول افغانان، خصوصا زموږ سرمایه دار او تاجران وروڼه، ټول د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون سره په هماهنګي د هغوی په انتقال، اسکان، سرپنا، درملنې او نورو اړوندو برخو کې مرسته وکړي او هغوی هیر نه کړي.
٦ــ داچې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې اسلامي نظام، سرتاسري امنیت، واحده رهبري او د افغانانو ترمنځ د ورورۍ فضا ایجاد شوې، د ټولو راستنیدونکو مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت مسئولینو ته حکم شوی چې په ډير اخلاص او توجه سره د خپلو مهاجرینو په خدمت کې هلې ځلې وکړي او کوښښ دي وکړي چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د را ستنیدونکو مهاجرینو ښه خدمت وشي.
٧_ د تجارت او صنعت وزارت او نور اړونده وزارتونه او ادارې دې راستنیدونکو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
٨ – هغو هیوادوالو ته چې د سیاسي تشویشونو له امله له هیواده وتلي، ډاډ ورکوو چې بیرته راستانه او په خپل هیواد کې آرام ژوند وکړي.
الله تعالی دي د اسلامي امارت مسئولینو او ټولو افغانانو ته توفیق ورکړي چې د مهاجرینو لپاره اسانتیاوې برابرې او خدمت یې وکړي. آمین یا رب العلمین.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۶/۴/۱۴۴۵ھ ق
۹/۸/۱۴۰۲ھ ش – 2023/10/31 م

Previous Post

د پروان، کاپیسا او پنجشیر له یو شمېر ځوانانو سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس کتنه

Next Post

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د لوړ رتبه پلاوي په مشري د مهاجرینو ستونزو ارزولو په موخه تورخم ته سفر وکړ

Next Post
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د لوړ رتبه پلاوي په مشري د مهاجرینو ستونزو ارزولو په موخه تورخم ته سفر وکړ

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د لوړ رتبه پلاوي په مشري د مهاجرینو ستونزو ارزولو په موخه تورخم ته سفر وکړ

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.