دوشنبه, دسمبر 11, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا له رئیس سره وکتل

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا له رئیس سره وکتل
0
SHARES
13
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د دغه لیدنې پر مهال دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې لیدنې پر مهال د افغانستان او ایران اړیکو ته په اشارې سره وویل، افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې دي او دا هڅې لا هم دوام لري.
د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا ده چې د دغه موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي.
همداراز محترم ملا صاحب له ایران اسلامي جمهوریت څخه د مهاجرینو د کوربه‌توب مننه وکړه او ویې ویل: «ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورمونه پېژني».
د ایران د ملي امنیت عالي شورا رئیس ښاغلي احمدیان د خپلو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته یې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړ.
ښاغلي احمدیان د ترانزیټ موضوعاتو ته په اشارې سره وویل: «ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې ډېر مهم رول لري، چې چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانه سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي.»
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې دواړه هېوادونه باید له راغلي فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.

Previous Post

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، او مل پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي سره وکتل.

Next Post

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له مشرتابه پلاوي او د یو شمېر رسنیو له مسئولینو سره وکتل

Next Post
رئیس مرکز اطلاعات و رسانه های حکومت با هیئت رهبری اتحادیه آزاد ژورنالیستان و مسئولان برخی از رسانه ها دیدار کرد

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له مشرتابه پلاوي او د یو شمېر رسنیو له مسئولینو سره وکتل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.