د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر څلورمه اداري غونډه د یاد دفتر د عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ریاست الوزراء مقام د درېیو معاونیتونو اداري مسؤلینو او د مقام دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال محترم قاري عبدالستار سعید سربېره د یاد لوی ریاست ټولو ادارو رئیسانو ګډون درلود. غونډه د ارګ د جامع جومات امام محترم قاري محمد حنیف محمدي له لورې د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې هدف د اداري چارو لازیات شفافیت، منسجمول او ولس ته د اسانتیاو د برابرولو په خاطر له یوه بل سره د نظرونو تبادله، د همغږۍ زیاتوالی او شته ستونزو ته د مناسبو حللارو لټول وباله.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د تېرو اداري غونډو ارزونه مثبته وبلله وې ویل، تر دې وروسته دې هره اداره د چارو د لا چټکتیا او شفافیت لپاره خپل لومړیتوبونه په ترتیب سره په اوله، دویمه او درېیمه درجه کټه ګوریو وویشي، ترڅو یې په اړه لازم اقدامات وشي.
ورپسې د اجنډا مطابق د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر عمومي ریاست د بشري سرچینو، د تخنیک او ترانسپورټ او د تدارکاتو ریاستونو او د ریاست الوزراء مقام د سیاسي، اقتصادي او اداري معاونیتونو اداري رئیسانو په بېلابېلو برخو کې د خپلو ادارو ستونزې او وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل چې تر ازاد بحث وروسته یې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا دغونډې ګډونوالو ته یو دبل سره د مسؤل کس په توګه د ګډې همکارۍ، همغږۍ، مادون سره د نرم چلند، په پوره حوصلې او اطمنان سره د کارونو ترسره کولو لارښوونې وکړې. یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده