دوشنبه, دسمبر 11, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د ا.ا.ا د سفارت له مسئولینو سره وکتل

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د ا.ا.ا د سفارت له مسئولینو سره وکتل
0
SHARES
0
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په تهران کې د افغانستان له سفارت د لیدنې پر مهال وویل، د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال افغانان په بهرنیو هېوادونو کې له ډېر ستونزو سره مخ وو، ژوند یې سخت او ستونزو ته یې په وخت او ښه ډول رسېدنه نه کېده، خو نن الحمدلله په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی چې هغه په رښتینې مانا د دغه ولس خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسوولیتونو ته په ښه ډول متوجې دی.

محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، د افغان ولس هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسوول کس باید نهايي کوښښ وکړئ څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ.

د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکاري وکړي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند همدا راز د سفارت ټولو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، څو افغان محصلینو ته په ایران کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او په دغه برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي.

د دغه لیدنې پر مهال په تهران کې د افغانستان سفارت مسوولینو د سفارت د فعالیتونو په اړه محترم ملا صاحب ته خپل راپور وړاندې کړ او وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ایران کې د مېشت افغان کډوالو او کارګرانو ستونزې تر ډېره حده حل شوې او هغوی ته د لازمو سهولتونو برابرولو په اړه یې له ایراني مقاماتو سره په وار وار مجلسونه کړي، چې ښه پایله یې ورکړې ده.

د سفارت مسوولینو زیاته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په تهران کې د افغانستان د سفارت په چارو کې هر ډول فساد ختم شوی او الحمدلله اوس یې د تېرو کلونو په پرتله په عوایدو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.

Previous Post

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس د خبریالانو مالي ملاتړ د ملي صندوق مسئولینو سره وکتل

Next Post

د ا.ا.ا د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه

Next Post
د ا.ا.ا د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع
  • کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • کلني راپورونه
    • د ۱۴۴۴ کلني راپورونه
  • مهاجرینو ځانګړې پاڼه
    • خبرونه
    • ځانګړي راپورونه
    • انځورونه
    • ویډیو ګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen Co. NCP.AF.