د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي یې نن د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو له وزیر ښاغلي محرابیان سره وکتل. د غونډې په پیل کې د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو ښاغلي وزیر محترم منصور صاحب او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د دوی له کوربه توب، څو لسیزو را پدېخوا د افغانستان مهاجرینو ته په خپله خاوره کې د استوګنې شرائطو برابرولو او د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت د جهاد له داعیې څخه د ملاتړ په پار مننه وکړه.
وروسته د دواړو هېوادونو پلاوو له ایران څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تړون پر غځولو او د برېښنا په تعرفه باندې خبرې اترې وکړې.
دواړو خواوو تخنیکي ډلو ته دنده وسپارله تر څو د موضوع ټول اړخونه په تفصیل سره وڅیړي او تر راتلونکې ناستې پورې یې د توافق لپاره چمتو کړي.
دغه راز د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي یې نن د تهران په شمال کې د سیابېشه اوبو بند څخه چې نژدې زرمیګاواټه برېښنا تولیدوي، هم لیدنه وکړه چې د یاد بند د مسئولینو له خوا یې تود هرکلی وشو او د بند په هکله مکمل معلومات ورکړل شول.