د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم قاري عبدالستار سعید، د یکشنبې په ورځ (۲۸ لړم ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له مرکز څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د مرکز د فعالیتونو، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو، طرحو او شته ستونزو په اړه، مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د رسنیو مرکز په دوامداره ډول د خبري کنفرانسونو او خبري ناستو له لارې د نظام لاسته راوړنې رسنیو او د رسنیو له لارې ولس او نړیوالو سره، شریکوي.
دغه راز محترم حقاني، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په ښه او مسلکي ډول د نظام د لاسته راوړنو د انعکاس لپاره، د یوې مهمې او معتبرې مرجع په توګه یاد کړ.
ښاغلي حقاني وویل: د رسنیو مرکز د حکومتي ادارو د ویندویانو او رسنیو مسئولینو ترمنځ، د ګډو ناستو په تر سره کولو سره، د دواړو لوریو ترمنځ واټن له منځه وړی او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې یې د هغوی ستونزې هوارې کړي دي.
وروسته د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم قاري عبدالستار سعید، خبرې وکړې وې ویل: اوسمهال افغانستان د نړۍ له پراخې تبلیغاتي جګړې سره مخ دی او د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د ناسمو او بې اساسه تبلیغاتو په خپرولو سره، د افغانانو روحیه ماته او هغوی خپل راتلونکي ته اندېښمن کړي.
ښاغلي سعید، د نړۍ د پراخې تبلیغاتي جګړې د شنډولو او عامه اذهانو د مدیریت برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رول ډېر مهم او حیاتي وباله وې ویل: دا زمونږ ګډ مسئولیت چې د مغرضو رسنیو او د افغانستان د دښمنانو د منفي تبلیغاتو مخه ونیسو او د نظام د لاسته راوړنو په خپرولو سره د افغان ولس روحیه لوړه او پیاوړې کړو.