د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال او د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون مشر محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کندهار والي محترم حاجي ملا شيرین اخند او يو شمېر نورو مسئولینو سپين بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ.
یاد مسئولین د یکشنبې په ورځ سپين بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال لومړی د راستنېدونکو مهاجرینو استوګنځي ته ورغلل او هلته یې د بېلابېلو کمېټو چارې او فعاليتونه وارزول.
وروسته له کابل څخه د یاد کمیسیون د بېلا بېلو مرکزي کمېټو راغلو مشرانو او په سپین بولدک کي د ځایي کمېټو مسئولینو سره په ګډه ناسته کې د کمېټو د مسئولینو مشورې، وړانديزونه او ستونزي واورېدل شوې او د حل په برخه کي د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د سپین بولدک له لارې هره ورځ له پاکستان څخه هیواد ته راستنېدونکو د مهاجرینو سلګونه کورنیو ته حکومت بشپړ چمتووالی نیولی، مرستې ورسره کوي او هره کورنۍ په ډېر با عزته ډول خپل ټاکلي ځایته رسوي.