په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو ټینګار وکړ.
ښاغلي سکاټ سمیت وویل، په افغانستان کې طبیعي پېښو ته په ځانکړي ډول د هرات زلزلې او د کډوالو بیرته راستنېدو ته په کتو، ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ده. هغه وویل، دغو پېښو پر افغانانو منفي اغېز کړی او د مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده.
نوموړي دغه راز وویل، چې د ملګرو ملتونو په نوښت به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس هم جوړ شي . ښاغلي سمېت همدارنګه، د اسلامي امارت لخوا د کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو له لوري د اسلامي امارت هڅې وستایلې.
نوموړي وویل، چې یوناما د کډوالو او راستنېدونکیو کورنیو حالت له نږدې څاري او په دې برخه کې یې د مرستو یادونه وکړه. د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر، په هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ له فعال حضور او همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ژمي په راتګ سره دې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ پراخه او دوامداره کړي. نوموړي وویل، چې اسلامي امارت د لویو پروژو په پیل سره غواړي د بیکارۍ او فقر کچه راټیټه کړي خو په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالۍ ټولنې مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.