د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر د هيواد له څو تنو نوښتګرو ځوانانو سره په لیدنه کې، د هغوی اختراعات وستایل.
دغو نوښتګرو ځوانانو وویل، د کورونو د ګرمولو داسې سیستم يې جوړ کړی چې له بهره له راواردېدونکو وسایلو سره د رقابت توان لري او تر دې مهاله لسګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي، چې ښه نتیجه يې هم ورکړې ده. د هغوی په وینا، د ګرمو سیمو لپاره یې د شنو خونو طرحه هم بشپړه کړې، چې اغېزمنتیا یې ډېره ده.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر، د افغان ځوانانو نوښتونه د ویاړ وړ وبلل او زیاته یې کړه، د افغانستان رغاونه د ځوان نسل نوښتونو او زیار ته اړتیا لري.
هغه څرګنده کړه، اسلامي امارت د ځوانانو د نوښتونو د پراختیا او ودې په موخه هر راز همکاري کوي، څو په کور دننه اړتيا وړ توکو ته د تولید زمینه برابره شي. د کتنې په پای کې، محترم ذاکر یادې طرحې وستایلې، نوښتګر ځوانان يې وهڅول او هغوی ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ وکړ.