د تېرې ادارې مسؤولینو او چارواکو ته د مصؤونیت کارتونو د وېش په لړ کې، له بهره راغلو څو تنو پخوانیو مسؤولینو ته د مصؤونیت کارتونه ورکړل شول.
دغو کسانو، چې پخواني پوځي او ملکي مامورین پکې شامل وو، له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د هڅو مننه وکړه وې ويل، د اسلامي امارت له لوري د عمومي بښنې فرمان د دې سبب شو چې د هغوی لویې اندېښنې حل او بېرته هیواد ته راوګرځي.
هغوی زیاته کړه، تېرو چارواکو ته له بهره د راتګ د رسمي لارې پرانیستل یو مثبت ګام دی او د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.
له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر راغلو پخوانيو چارواکو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د انتقام فکر نه لري؛ بلکې د اسلامي اصولو له مخې د ټولو افغانانو د ښه ژوند لپاره کار کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې څرګنده کړه، اسلامي امارت د ټولو هیوادوالو پر وړاندې یو ډول مسؤولیت لري او په پاليسۍ کې يې توپيري چلند ځای نه لري.