د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې مسئول او غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د اقتصاد وزارت سرپرست او د مرستو د جلب او جذب کمېټې رئيس محترم الحاج قاري دين محمد حنيف او د يادې کمېټې غړو هم حضور درلود، د دې کمېټې د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل او د يادې کمېټې غړو وویل، په منظم ډول او له نورو کمېټو سره په همغږۍ د مرستو د جلب او جذب چارې پر مخ وړي، ترڅو دغه مرستې په مناسب وخت راستنېدونکو هيوادوالو ته ورسېږي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مرستو جلب او جذب کمېټې د راپور تر اورېدو وروسته وويل، په اوسنیو شرایطو کې د سړو او ژمي موسم تر رارسېدو وړاندې ټول هيوادوال اسلامي او ملي مسووليت لري، چې تر خپلې وسې له کډوالو هيوادوالو سره همکاري وکړي او په دې برخه کې خپله هڅه او زيار وباسي. نوموړي زياته کړه، ټولې کمېټې او په ځانګړي ډول د مرستو د جلب او جذب کمېټه دې خپله ټوله هڅه وکړي او همداراز د مرستو د نظم او انسجام په اړه هم بحث وشو.