د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د اعضاوو او د موظفو کمېټو د مسوولینو په حضور کې نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د موظفو دوولسو کمېټو کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې وارزول شوې.
وروسته د راستانه شویو مهاجرینو د لېږد او ځای پرځای کېدو د څرنګوالي، لازمو اسانتیاوو، هغوی ته د اشتغال او ښوونې او روزنې زمینې او همدارنګه له بېلابېلو هیوادونو څخه راستنوشویو مهاجرینو ته د ښو خدماتو برابرولو په اړه بحث او هراړخېزه ارزونه وشوه او د یادو مواردو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.