د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي مهاجرینو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون د مهاجر سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاؤ ایجادولو کمېټې له مسؤل او غړو سره وکتل.
په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او مهاجرینو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون د مهاجر سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاؤ ایجادولو کمېټې مسؤل محترم الحاج نورالدین عزیزي د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د یادې کمېټې د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، د دې کمېټې غړي له هیواده بهر افغان سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیاؤ د ایجاد په موخه له نورو ټولو کمېټو سره په منظمه او همغږې توګه هڅه کوي، ترڅو افغان سوداګر او پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.
محترم الحاج نورالدین عزیزي زیاته کړه، دغه کمېټه د صنعتي پارکونو د ایجاد په موخه بېرته راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې ده، دغه راز د دوی د تشویق او هڅولو په خاطر ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیول شوي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مهاجر سوداګر او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاؤ برابرولو کمېټې د راپور له اورېدو وروسته وویل: لازمه ده چې د ذکر شوې کمېټې غړي د بېرته راستنېدونکو کډوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو او صنعت کارانو د ستونزو د حل په موخه خپلې ټولې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې ترسره کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبري سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاؤ برابرولو د ایجاد په موخه په بهر کې له میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غواړي چې افغانستان کې پر خپلې پانګونې سره د هیواد په ابادۍ او پر مختګ کې ګډه ونډه واخلي.