د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې پداسې حال کې چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر محترم ډاکټر قلندر عباد هم حضور درلود، د یونیسف له ساحوي مسؤل ښاغلي سنجی ویجسیکیرا او د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد رئیس ښاغلي کریس الیاس او مل پلاوي سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د یونیسف ساحوي مسؤل ښاغلي سنجی ویجسیکیرا په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د یادې موسسې د فعالیتونو د پرمختګ او د مرستو د وېش په برخو کې د اسلامي امارت همکاري وستایله.
نوموړي زیاته کړه، یونیسف په بېلابېلو په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د لازمو اسانتیاؤ رامنځته کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي.
د یونیسف ساحوي مسؤل وویل، افغانستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې تر اوسه پکې پولیو (فلج) شتون لري، ولی موږ غواړو چې نړۍ په بشپړ ډول له پولیو وژغورو. نوموړي همدا راز د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې په دې برخه کې له یونیسف سره هراړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد رئیس ښاغلي کریس الیاس څرګنده کړه، موږ د پولیو د لمنځه وړلو لپاره مصمم یوو او د افغانستان اسلامي امارت څخه غواړو چې په یاده برخه کې زموږ سره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه: اوس په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی او دا کار د دې لامل کرځي ترڅو موږ پر دې برنامې کار وکړو، موږ به پر خپلو ټولو امکاناتو او د نورو ټولو بین المللي سازمانونو په همکارۍ د دغې برنامې په تطبیق او د نړۍ په کچه د پولیو د لمنځه وړلو په برخه کې هیڅ راز هڅې دریغ نکړو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغليو سنجی ویجسیکیرا، کریس الیاس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال په افغانستان کې د یونیسف او د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد فعالیتونه او همکاري وستایله.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان اسلامي امارت له لورې په هیواد کې د سرتاسري امنیت تامین، د اداري فساد لمنځه وړلو، د نشه یي توکو کر، تولید او قاچاق مخنیوي، د معتادینو راټولولو او د هغوی د درملنې، د سوالګرو راټولو او اړمنو کسانو ته د معاش تعینولو ته په اشارې وویل، اوسمهال میلیونونه کوچنیان په هیواد کې په ښوونه او روزنه مصروف دی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړي ډول د پولیو لمنځه وړلو برخه کې هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او د یونیسف موسسې او د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ څخه یې وغوښتل چې د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې هم د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.#