دو شنبه، ۲۰/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۳/۹/۱۴۰۲ ھ ش
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: (۲۴۴) کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۵۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۶۸) تنه کیږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او (۳۰۵۰۰) افغانۍ کرایه ورکول شوه.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه: (۵۰) کورنۍ په کمپ کې مېشت کړل شول.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۶۰۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه توزیع شوي او (۵۱۲) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د کار موندنې کمیټه: (۱۲) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۶) تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۲) تنه د لیسانس سند لرونکي، (۱۴) تنه حافظان او په تورخم او سپین بولدک کې (۴۳۵) تنه غریبکار او (۲۴۹) تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۳۷۵) تنه کیږي، ثبت کړل.