د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د طبي شورا رئيس محترم ډاکتر ګل محمد عثمان او د یادې شورا یو شمېر غړو سره
وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د طبي شورا رئيس محترم ډاکتر ګل محمد عثمان د یادې شورا د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
هغه زیاته کړه، طبي شورا د هیواد د طب برخې د معیاري کېدو په برخه کې له ځنډ پرته کوښښ کوي او د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو په مکرره څارنه کې یې پام وړ لاسته راوړنې هم لرلې دي.
محترم ډاکتر ګل محمد عثمان وویل، دا شورا د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د ملي پالیسي جوړولو او د افغانستان د طب په برخه کې. د نړیوالو منل شویو معیارونو د تطبیق کوښښ کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او د طبي شورا کړنې او لاسته راوړنې یې وستایلې.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت کوښښ کوي چې امارتي ادارې او کارکوونکي په ښه توګه افغان ملت ته خدمات وړاندې کړي او په دې برخه کې په بشپړ قاطعیت کار کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه وویل، اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړي ډول د روغتیا برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او د هیواد د روغتیایي برخې له ټولو مسوولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.