د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د ښار جوړولو او مسکن وزارت معین محترم شیخ مدار علي کریمي بامیاني هم حضور درلود د اهل تشیع یو شمېر علماوو او مشرانو سره
وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم سیدمحمد حسن شریفي بلخابي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په هیواد کې د سراسري امنیت په تامین او له بېلابېلو اقشارو سره د اسلامي امارت د محلي مسوولینو په نېک او ښه چلند خوښي څرګنده کړه.
هغه زیاته کړه، ټول اهل تشیع او په ځانګړې توګه د هغوی علما او مشران د اتحاد او د هیواد د ابادي او پرمختګ په برخه کې تل له اسلامي امارت سره همکار دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
محترم شریفي بلخابي همدارنګه د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې ځوانانو ته د شغل فرصتونو برابرولو ، زده کړې او د هیواد په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په مرکزي سیمو کې د پراختیایي پروژو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له اهل تشیع علماوو او مشرانو سره په کتنه خوښي وښوده او وې ویل، اسلامي امارت د خلکو د ستونزو د لیرې کولو او د مسوولینو غوږونو ته د هغوی د پيغامونو په رسولو کې د اهل تشیع علماوو او مشرانو د هڅو او زحمتونو قدرداني کوي.
د ریاست الوزرا مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په اړه زیاته کړه، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام یادو مواردو ته د رسیدګي په برخه کې کوښښ کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه له ټولو علماوو او مشرانو وغوښتل چې د خلکو د اتحاد او عامه اذهانو د روښانولو په برخه کې کوښښ وکړي.