دو شنبه ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۲۰/ ۹/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه: (۱۱۹) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۵۶۱) تنه کیږي، ثبت او راجستر شوي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۹) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۹) تنه کیږي کندهار، هرات، زابل او کابل ولایتونو ته ولېږدول شول او یادو کورنیو ته (۲۵۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۱۱۹) راستنې شوې کورنۍ سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۱۹۶۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې، (۵۵) تنه تداوي شوي او (۴۰۰) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.