دو شنبه ۲۷/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۲۰/ ۹/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: (۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۹) تنه کیږي، ثبت او راجستر شوي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه: (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۹) تنه کیږي، د مهاجرینو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: (۳۷) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه راستنېدونکو ته ووېشل شول.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۱۱) کورنۍ سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.