د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع يو شمېر مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د اهل تشيع مشرانو له ډلې ملي سوداګرو محترم عبدالحفيظ جليلي او محترم عبدالغني کاظمي خبرې وکړې او د اسلامي امارت په واکمنېدو او سراسري امنيت تامين يې خوښي وښوده.
هغوی وويل، د اسلامي امارت له لوري په هيواد کې ډېر کارونه ترسره شوي او دا کارونه د دې لامل شوي چې سوداګر او پانګه وال بېرته هيواد ته ستانه شي او خپلې سوداګريزې او پانګونې چارې پيل کړي.
يادو مشرانو همداراز وويل، سوداګرو او پانګه والو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کول يو له هغو کارونو څخه دی چې اسلامي امارت ورته متوجه دی او په هيواد کې يې اقتصادي فعاليتونو او پانګونې ته پراختيا ورکړې ده.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، اسلامي امارت سوداګرۍ او پانګونې ته د ښې زمينې برابرولو په لټه کې دی او دا هغه کارونه دي چې کولاي شي خلک او هيواد د پرمختګ پر لوري بوځي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په بهر کې له ټولو هيوادوالو غواړو چې بېرته خپل وطن ته وګرځي او د خپل هيواد په ابادۍ کې برخه واخلي.