د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې په بېلابېلو کتنو کې یو شمېر امارتي مسوولینو ولیدل.
په دې کتنو کې، راغلو مسوولینو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د روغتیا پوښتنه وکړه او همداراز د خپلو چارو په اړه يې معلومات ورکړل.
یادو مسوولانو وویل، په ټولو امارتي ادارو کې مثبت بدلونونو راغلي، کارونه په ښه او شفافه توګه دوام لري او امارتي مسوولین خپلو مسوولیتونو ته متوجه دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له راغلو مسوولینو څخه مننه وکړه او په ادارو کې یې د کارونو په مؤثریت او شفافیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، مسوولين بايد پخپلو چارو کې د خدای (ج) رضا او د ولس هوساينه په نظر کې ونيسي.