دو شنبه ۴/۶/ ۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۲۷/۹/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه: (۸۰) کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۷۱) راستنې شوې کورنۍ سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۱۹) کورنۍ له کمپ څخه ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته ولېږدول شول.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه: (۱۴۰) کورنۍ په کمپ کې مېشت کړل شول.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۳۵۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې او (۲۳۶) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.